د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزا اوتبایېوا وايي هیله منه ده چې د ترهګرۍ ځپلو افغانانو کړاوونه ختم شي


روزا اوتونبایېوا یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
روزا اوتونبایېوا یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې ویلي دي چې په دې هیله د اګست پر ۲۱مه د ترهګرۍ قربانیانو د یادولو او هغوی ته د درناوي ورځ لمانځي چې له څو لسیزو راهیسې له ترهګرۍ سره د مخامخ افغانانو کړاوونه په بشپړ ډول د بشري حقونو له عملي کېدو سره پای ته ورسي.

یوناما د اګست پر ۲۱مه په بیان کې د روزا اوتنبایېوا له خولې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي جرګه د هغې ورځې په لمانځلو د خبرو اترو او د سولې د هڅو د چټکوالي روښانه غوښتنه او په سوله ییزو او ازادو ټولنو کې د ترهګرۍ د قربانیانو د شاملولو ارزښت په ګوته کوي.

نوموړې داراز ویلي دي چې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې په ۲۰۱۷ز کال کې د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ د قربانیانو د یاد او هغوی ته د درناوي د ورځې په توګه ونوموله چې له دې لارې پوهاوی زیات شي او د ترهګرۍ له پېښو د ژوندیو پاتې شویو کسانو ملاتړ زیات شي.

XS
SM
MD
LG