د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران د پوځ مشر د پخواني ولسمشر د وژنې لاملونو په اړه د رسنيو راپورونه رد کړي


د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر مېجر جنرال محمد باقري. پخوانی انځور
د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر مېجر جنرال محمد باقري. پخوانی انځور

د ایران د وسلوالو ځواکونو مشر مېجر جنرال محمد باقري د رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په مې میاشت کې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم ريیسي هېليکاپټر (چورلکه) د زیات وزن او د هوا د خرابوالي له امله غورځېدلی وو.

د ایران نیمه رسمي فارس خبري اژانس د اګست پر ۲۱مه راپور ورکړ چې د هېليکاپټر د غورځېدو په اړه پلټنې "د تنظیمي او امنیتي ادارو له خوا بشپړې شوې دي."

فارس د یوې نامعلومې امنیتي سرچینې، چې د وروستيو پلټنو په اړه خبر وو، وویل چې"په بېخي باور سره وايي چې څه شوي ول، یوه حادثه وه." د فارس خبري اژانس د خبر له مخې د څارنې او امنیتي ادارو په خپلو وروستیو ارزونو کې"هیڅ مشکوکه وجه نه ده موندلې".

سرچینې زیاته کړه چې د هېليکاپټر د غورځېدو دوه لاملونه د هوا خراب شرایط او د اضافي مساپرو وزن وو.

خو د فارس تر راپور وروسته، د ایران د مسلح ځواکونو مشر مېجر جنرال محمد باقري د راپور موندنې "په کلکه رد کړې". دولتي رسنیو د نوموړي له خولې وویل چې دا راپور" سم نه دی او د بدنامولو په خاطر دی."

مرکزي دفتر ویلي، دا دعوه چې ګواکې هېليکاپټر کې تر حد زیات کسان ناست ول، دروغ دي.

د روان ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۱۹مه د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هېليکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.

XS
SM
MD
LG