د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هېریس د ډېموکراټ ګوند له‌‌ خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندي ومنله


د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هیرېس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هیرېس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هیرېس د ډېموکراټ ګوند له‌‌ خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو نوماندي منلې ده.

نوموړې بېګا (د اګست ۲۲مه) په شېکاګو کې د ګوند په ملي غونډه کې د نوماندۍ تر منلو وروسته په وینا کې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر کارونو او د امریکا راتلونکو انتخاباتو ته د هغه پر نوماندۍ نیوکې وکړې.

هیرېس وویل چې د قانون واکمنۍ ته ژمنه ده. هغې چې وینا پیلوله نو د ګوند د غونډې په تالار کې یې خلکو هرکلی وکړ. ډ‌ېموکراټ ګوند یوه میاشت مخکې ولسمشر جو بایډن له ټاکنیزې سیالۍ څخه لاس اخیستو ته اړ کړ. که کاملا هیرېس په نومبر کې د ولسمشرۍ انتخابات وګټي نو هغه به د امریکا لومړۍ ښځینه، تور پوستې او اسیايي نسله ولسمشره وي.

XS
SM
MD
LG