د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي کییف ته رسېدلی دی


نریندرا مودي او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي روغبړ کوي: انځور اګست ۲۳، ۲۰۲۴
نریندرا مودي او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي روغبړ کوي: انځور اګست ۲۳، ۲۰۲۴

د هند وزيراعظم نریندرا مودي په یوه تاریخي سفر د اګست په ۲۳مه کییف ته رسېدلی چې له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره پر اوکراین د روسيې د یرغل له امله د جګړې د سوله ییز حل د موندلو پر لارو چارو خبرې وکړي.

مودي پر اېکس پاڼه کييف ته د رسېدو اعلان وکړ او زياته يې کړه چې په اوکراين کې مېشتو هندوستانيانو د هغه "تود هرکلی" وکړ.

مودي تر دې وړاندې پولينډ ته سفر وکړ او د اګست په ۲۲مه يې په سرښار وارسا کې له خپل سیال ډونلډ توسک سره تر لیدو وروسته له روسيې او اوکراين څخه وغوښتل چې "ژر تر ژره" سولې ته لاره ومومي. نوموړي زياته کړه چې "د یو ملګري او شریک په توګه، موږ په سیمه کې د سولې او ثبات د ژر تر ژره راستنېدو هیله لرو. څه باندې ۳۰ کاله وړاندې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د رامينځ ته کېدو راهيسې دا اوکراين ته د هند د وزيراعظم لومړی سفر دی. مودي ویلي، هغه پلان لري چې د "هند او اوکراین د ملګرتیا د پياوړي کولو په اړه هم خبرې وکړي."

مودي په جولای روان ۲۰۲۴ز کال په جولای کې روسیې ته سفر کړی وو او له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي ول. په سفر کې مودي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو او ډېپلوماټیکو هڅو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG