د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ډله ایزه ایستنه نیوکې کړې دي


له پاکستانه ستانه شویو کډوالو ګاډي د کندهار په تخت پل سیمه کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.
له پاکستانه ستانه شویو کډوالو ګاډي د کندهار په تخت پل سیمه کې ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

ملګرو ملتونو له پاکستانه په ډله ییزه توګه د بې اسنادو افغان کډوالو پر اېستل کېدو نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر نسلي بنیاد د توپیري چلند له مینځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټۍ د اګست پر ۲۳مه له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز اېستل کېدو په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې دي.

یادې کمېټې د پاکستان له خوا په زور او ډله ییزه توګه د افغانانو ایستل ټکان ورکوونکي بللي او په دې اړه یې جدي اندېښه ښودلې ده.

د دې کمیټې مشر مایکل بالسرزاک ویلي چې د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په پلان کې پاکستان اوه لکه افغانان ایستلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان باید په دې اړه جلا څېړنې وکړي چې د بې سرپرسته ماشومانو په ګډون ځینې افغانان د قاچاق او ناوړه استفادې له خطرونو بچ پاتې شي.

پاکستان تر اوسه د ملګرو ملتونو د دې اندېښنو او نیوکو په اړه لا څه نه دي ویلي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰زکال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي. دوی د پاکستان حکومت د اوسېدو لپاره ځانګړي کارډونه ورکړي دي. په وروستیو کې د پاکستان حکومت د هغو کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې غځولې ده.

د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې داسې کډوال هم ژوند کوي چې د استوګنې هغه کارډونه نه لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د پاکستان د سرکاري راډیو تر مخه، د ۲۰۲۴ کال د اګست تر څلورمې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG