د لاسرسي ځای

تازه خبر

مودي: د اوکراین او روسیې ترمینځ په جګړه کې د امن ملګري یو


مودي (کیڼې خوا ته) د اګست پر ۲۳مه کییف ته ورسید.
مودي (کیڼې خوا ته) د اګست پر ۲۳مه کییف ته ورسید.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي یو ځل بیا د اوکراین او روسیې ترمینځ د سولې غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا غوښتنه له هغه وروسته تکرار کړې چې د اګست پر ۲۳مه یې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره لیده کاته کړي دي.

نریندرا مودي په داسې وخت کې په لومړي تاریخي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته تللی چې هلته د روسیې د ناپارولي پوره یرغل له کبله روانه جګړه دوه نیمو کالو ته رسېدونکې ده.

نوموړی له ګاونډي هیواد پولېنډ څخه په اورګاډي کې اوکراین ته ورغلی او هلته یې له کوربه ولسمشر زېلېنسکي سره یو ځای د هغو ماشومانو په اړه یادګاري نندارتون ته تللی چې په دې جګړه کې وژل شوي دي.

هندي وزیراعظم وویل: "موږ له لومړۍ ورځې بې طرفه نه یو پاتې شوي، موږ یوه لاره غوره کړې ده او موږ په کلکه د امن ملګري یو."

خو نوموړي د هند د روایتي اتحادیې روسیې له خوا د پیل کړې دې جګړې د سوله سوله ییز حل لپاره خپله کړنلاره روښانه نه کړه.

مودي په جولای روان ۲۰۲۴ز کال په جولای کې روسیې ته سفر کړی وو او له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي ول. په هغه سفر کې مودي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو او ډېپلوماټیکو هڅو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG