د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د تحریک لبیک پاکستان د احتجاج پر مهال ۷ پولیس ژوبل شوي دي


د تحریک لبیک پاکستان پلویان په کراچۍ کې د یو احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.
د تحریک لبیک پاکستان پلویان په کراچۍ کې د یو احتجاج په مهال ـ پخوانی انځور.

په کراچۍ کې د مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) د سیند پولیسو مشر دفتر مخې ته د احتجاج پر مهال تاو تریخوالی شوی دی چې پکې اووه پولیس ژوبل شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند محمد ریحان مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۳مه مظاهره چیانو د کراچۍ په حساسه سیمه کې په ناقانونه توګه احتجاج کړی او د یو ډي اېس پي په ګډون یې شپږ پولیس ټپي کړي او د پولیسو څلورو موټرو ته یې زیان رسولی دی.

ده وویل، دا کسان د جمعې تر لمانځه وروسته د سیند پولیسو مشر دفتر مخې ته راغلل او پولیسو د هغوی د مخنیوي لپاره هوايي ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګیس یې استعمال کړ.

خو د تحریک لبیک پاکستان ډلې د کراچۍ مشر مفتي قاسم فخري مشال راډیو ته وویل چې دوی پر امن احتجاج کاوه چې پولیسو ورباندې ډزې کړې دي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.

د یادونې وړ ده چې دا ډله له د سیند له حکومت څخه د هغو کسانو پرضد د مقدمې غوښتنه کوي چې د اګست پر ۱۱مه یې په کراچۍ د مذهبي لږکیو د حقونو لپاره غونډه کړې وه.

دوی تور پورې کوي چې هغه غونډه د ناموس رسالت قانون پرضد وه خو د هغه احتجاج ګډونوالو ویلي وو چې د پاکستان په ایین کې دننه د مذهبي لږکیو لپاره حقونه غواړي.

تحریک لبیک پاکستان یو مذهبي او سیاسي ګوند دی چې په ۲۰۱۵ز کال کې د خادم حسین رضوي لخوا جوړ شو. د بریلوي مکتب فکر دا ګوند د ناموس رسالت قانون د ساتنې او پلي کولو لپاره سخت دریځ غوره کړی او د دې قانون په ملاتړ یې پراخ احتجاجونه کړي دي. ټي اېل پي په پاکستان کې د مذهبي مسایلو په اړه یو فعال رول لوبوي او د خپلو سختو احتجاجونو له کبله پېژندل کېږي، چې زیاتره یې د تاوتریخوالي او شخړو سبب شوي دي.

XS
SM
MD
LG