د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا او جاپان د طالبانو حکومت هغه قانون غندلی چې د دوی په وینا، "د ښځوغږ بندولو لپاره جوړ شوی"


په کاناډا کې مېشتو افغانانو په وار وار د طالبانو حکومت د تګلارو پرضد احتجاجونه کړي دي.
په کاناډا کې مېشتو افغانانو په وار وار د طالبانو حکومت د تګلارو پرضد احتجاجونه کړي دي.

کاناډا او جاپان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر هغه قانون خواشيني ښودلې چې په وينا یې، د ښځو د غږ بندولو لپاره جوړ شوی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې مېلاني جولي د اګست پر ۲۴مه پر اېکس خپاره کړي بیان کې ويلي چې د طالبانو د امرباالمعروف قانون غندي. هغې زیاته کړې چې دا قانون د افغانانو او په ځانګړې ډول د ښځو د خاموشه کولو کوښښ دی چې هېڅ شرف پکې نشته.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت هم د اګست پر ۲۴مه په يو بیان کې ويلي چې حکومت یې د طالبانو لخوا پر افغان ښځو د محدویتونو دوام او زیاتولو اندېښمن کړی دی.

امريکا، جرمني او ملګرو ملتونو هم د طالبانو د مشر ملا هبت الله لخوا وړاندې شوي دغه قانون خفګان ښودلی او غندلی یې دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په رسمي جريده کې خپاره شوي، د امر باالمعروف په اړه قانون کې راغلي چې د ښځو پر غږ بندیز دی او حتی باید د قرانکریم تلاوت هم په لوړ اواز ونکړي. پر چارواکو غږ شوی چې دا قانون په سختۍ سره عملي کړي.

طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د حکومت تر نيولو وروسته، ګڼ سختدريځي حکمونه عملي کړي دي چې ډېری یې پر ښځو محدویتونو دی.

په هغوی کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بندول، حجاب جبري کول او په دفترونو کې یې کار محدودول شامل دي.

XS
SM
MD
LG