د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: نړیوال متحدین دې د روسيې پر ضد پرېکنده اقدام وکړي


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د اګست پر څلورمه د هغه هېواد د هوايي ځواک د ورځې په تړاو په کييف کې وينا کوي.
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د اګست پر څلورمه د هغه هېواد د هوايي ځواک د ورځې په تړاو په کييف کې وينا کوي.

د اوکراین ولسمشر پر خپلو نړیوالو متحدینو غږ کړی دی چې د روسيې پر ضد دې یو پرېکنده اقدام وکړي.

وولوديمیر زېلېنسکي دا غوښتنه وروسته له هغې کړې چې د اګست پر ۲۶مه روسيې په کییف او د هغه هېواد پر نورو ښارونو د ډرون الوتکو او توغنديو پراخ بریدونه وکړل. د دغو بریدونو له امله د اوکراین مهم تاسیسات زیانمن شوي دي.

د اوکراینیو چارواکو په وینا، د روسیې له خوا د اګست پر ۲۷مه پر اوکراین په ډرون او میزایلي حملو کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. راپورونه وایي په دغو کې ځینې لادرکه شوي هم دي، چې د مرګژوبلې په اړه یې لا هم کره معلومات مخې ته نه دي راغلي.

دا په دې وروستیو کې د روسيې له خوا پر اوکراین دویمه لویه حمله ده، چې د هغه هېواد په دنیپروپیتروسک سیمه کې پر یو هوټل شوې ده، چې پکې د هوټل ودانۍ ته هم زیات اوښتی دی.

پر اوکراین حملې پر داسې مهال زیاتې شوي چې تمه ده، د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ مشر رافايل ګراسي په کورسک سیمه کې د روسیې د اټومي پلانټ دوره وکړي، چېرته چې د اګست له شپږمې راهیسې جګړه روانه ده.

زېلېنسکي په یو ویډیويي بیان کې، چې د هغه پر اېکس پاڼه خپور شوی ویلي، د روسیې لخوا په ناځوانه حمله کې له ۱۰۰ زیات د توغنديو او د ۱۰۰ په خواوشا کې ډرون بریدونه شوي دي. نوموړي زیاته کړه، اوس باید پر اوکراین د لرې واټن ویشتونکو وسلو کارولو د غرب بندیز نور ختم کړل شي ځکه د هغه په وينا، دا بندیز د روسيې په خاوره کې دننه د اوکراین د بریدونو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG