د لاسرسي ځای

تازه خبر

مودي او بايډن د اوکراين شخړې پر سوله ييزې حل لارې ټينګار کړی


د امريکا ولسمشر جو بايډن او د هند وزيراعظم نريندرا مودي په ۲۰۲۱ز کال کې په سپينه ماڼۍ کې د ملاقات پر مهال.
د امريکا ولسمشر جو بايډن او د هند وزيراعظم نريندرا مودي په ۲۰۲۱ز کال کې په سپينه ماڼۍ کې د ملاقات پر مهال.

د هند وزيراعظم نریندرا مودي اوکراین ته د خپل سفر په اړه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره ټېلېفوني خبرې کړې او دواړو د مسکو او کیيف تر مينځ د شخړې پر سوله ييزې حل لارې ټینګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي، د ټولو هغو هېوادونو هرکلی کوي چې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په اړه یې د کییف نظرونه اورېدلي دي.

مودي د اګست پر ۲۳مه د اوکراین پلازمېنې کییف ته سفر وکړ او د دغه هېواد ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي ته یې وویل چې هېڅ ستونزه باید د جګړې له لارې حل نه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ويلي، د اګست پر ۲۶مه له بایډن سره په ټېلېفوني خبرو کې مودي د مذاکراتو او سفارتکارۍ لپاره د هند پر ملاتړ ټینګار وکړ او په اوکراین کې یې د سولې او ثبات لپاره د خپل هېواد بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، امريکا د هر هغه هېواد هرکلی کوي چې غواړي د سولې په برخه کې له زېلېنسکي سره مرسته وکړي.

د هند وزيراعظم کییف ته د سفر پر مهال له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره پر اوکراین د روسيې د یرغل له امله د جګړې د سوله ییز حل موندلو پر لارو چارو خبرې وکړې.

نوموړي وویل، "موږ له لومړۍ ورځې بې طرفه نه یو پاتې شوي، موږ یوه لاره غوره کړې ده او موږ په کلکه د امن ملګري یو."

خو نوموړي د هند د روایتي اتحادی روسیې له خوا د پیل کړې دې جګړې د سوله سوله ییز حل لپاره خپله کړنلاره روښانه نه کړه.

نوموړي دا غوښتنه له هغه وروسته تکرار کړې چې د اګست پر ۲۳مه یې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره لیده کاته کړي دي.

مودي تر دې وړاندې پولينډ ته سفر وکړ او د اګست په ۲۲مه يې په سرښار وارسا کې له خپل سیال ډونلډ توسک سره تر لیدو وروسته له روسيې او اوکراين څخه وغوښتل چې "ژر تر ژره" سولې ته لاره ومومي.

نوموړي زياته کړې وه چې "د یو ملګري او شریک په توګه، موږ په سیمه کې د سولې او ثبات د ژر تر ژره راستنېدو هیله لرو.

څه باندې ۳۰ کاله وړاندې د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د رامينځ ته کېدو راهيسې دا اوکراين ته د هند د وزيراعظم لومړی سفر وو. مودي وويل، هغه پلان لري چې د "هند او اوکراین د ملګرتیا د پياوړي کولو په اړه هم خبرې وکړي."

مودي په جولای روان ۲۰۲۴ز کال په جولای کې روسیې ته سفر کړی وو او له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي ول. په سفر کې مودي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو او ډېپلوماټیکو هڅو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG