د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستانه تښتول شوې الوتکې ازبکستان ته سپاري


د افغانستان د تېر جمهوري نظام هېلېکاپټرونه چې يوشمېر يې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه ازبکستان ته وتښتول شوې ـ پخوانی انځور
د افغانستان د تېر جمهوري نظام هېلېکاپټرونه چې يوشمېر يې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه ازبکستان ته وتښتول شوې ـ پخوانی انځور

امریکا او ازبکستان موافقه کړې چې د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵مه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي هېلېکاپټرونه او الوتکې به ازبکستان ته ورپرېږدي.

په تاشقند کې د امريکا سفیر جاناتن هېنیک د اګست پر ۲۶مه د ازبکستان کان خبري اژانس ته ويلي چې امريکا او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جېټ الوتکو او پوځي هېلېکاپټرونو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا الوتکې او هیلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک زياته کړه چې پوځي وسايط به په ازبکستان کې پاتې شي. د هغه په وينا، په دې اړه مخکې لا موافقه شوې ده.

هېنیک یادونه وکړه چې ازبکستان او امریکا په دې مسله کې ګډ کار ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه، "دا وسایطو هیڅکله په افغانانو پورې اړه نه درلوده. دا د امریکا ول. افغان پوځ دا کارول، خو مالکان يې تل موږ وو."

بل خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویلي چې د امريکا له خوا له ازبکستان سره د افغان هېلېکاپټرو او الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ راز "معامله" ورته د منلو نه ده.

د اګست پر ۲۷مه په هغه اعلامیه کې له ازبکستانه هم غوښتنه شوې چې په دې برخه کې له هوکړې ډډه وکړي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، افغان پیلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي هېلېکاپټرونه ازبکستان او تاجکستان ته وتښتول چې لا هم په دغو دوو هېوادونو کې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ګاونډيو هېوادونو په وار وار غوښتنه کړې وه چې هغه الوتکې او هېلېکاپټرونه دې وروسپارل شي، ځکه د هغوی په وينا دا د افغانستان "ملکیت" دي.

د راپورونو له مخې، د اګست په نیمايي کې کابل ته د طالبانو د ننوتلو پرمهال د هوایي ځواک تر ۶۰ زیاتې جنګي او بار وړونکې الوتکې او هېلېکاپټرونه ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوي ول.

XS
SM
MD
LG