د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیې بمبارۍ کې د ۱۰ کسانو وژل کېدو خبر ورکړی


روسيې په دژ وروستیو کې پر اوکراین د ډرون او میزایلو بریدونه زیات کړي دي: انځور له ارشیفه
روسيې په دژ وروستیو کې پر اوکراین د ډرون او میزایلو بریدونه زیات کړي دي: انځور له ارشیفه

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې لخوا په ترسره شویو تازه بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي دي. دا بریدونه د اوکراین په دوو سیمو کې ترسره شوي دي.

د ډونیڅک سيمې ګورنر ولاديم فيلاشکين پر ټيليګرام ليکي چې د اګست د ۲۸مې نېټې په سهار روسيې څلور کسان ووژل او په ازماييليوکا کې يې يو کور تباه کړ. نوموړي زیاته کړې چې د روسيې لخوا په ترسره شوې بمبارۍ کې د بخموت سيمې په چاسيویار سيمه کې دوه نور کسان هم وژل شوی دي. د ده په خبره، په دې سيمه کې ټولټال ۱۶ کورونه او دوه دنګو ودانيو ته هم زیان رسېدلی دی.

د خارکیف څارنوالۍ ويلي چې د روسيې ځواکونو د کوپيانڅک پر مرکز رهبري شوی هوايي بم توغولوی دی چې پکې د درو پوليس افسرانو په ګډون ۱۴ کسان زخميان شوی دي.

تر دې وړاندې د اګست په ۲۶مه او ۲۷مه هم روسیې د اوکراین په سر ښار کییف او نورو ښارونو د ډرون او میزایلو بریدونه کړي وو چې مهمو حکومتي تاسیساتو ته تاوان اوښتی وو. هم د اګست په ۲۷مه د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي پر خپلو نړیوالو متحدینو غږ کړی وو چې د روسيې پر ضد دې یو پرېکنده اقدام وکړي.

زېلېنسکي په یو ویډیويي بیان کې، چې د هغه پر اېکس پاڼه خپور شوی ویلي وو، د روسیې لخوا په ناځوانه حمله کې له ۱۰۰ زیات د توغنديو او د ۱۰۰ په خواوشا کې ډرون بریدونه شوي دي. نوموړي زیاته کړې وه، اوس باید پر اوکراین د لرې واټن ویشتونکو وسلو کارولو د غرب بندیز نور ختم کړل شي ځکه د هغه په وينا، دا بندیز د روسيې په خاوره کې دننه د اوکراین د بریدونو مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG