د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل او حماس په درې ورځني اوربند سلا شوي دي


د اګست پر ۲۸مه په غزه کې په خیمه کې مور د ګوزڼ وهلي ماشوم سره ناسته ده.
د اګست پر ۲۸مه په غزه کې په خیمه کې مور د ګوزڼ وهلي ماشوم سره ناسته ده.

اسراییلی پوځ او حماس ډله د غزې په درو بېلا بېلو ځایونو کې د درو ورځو لپاره جګړه دروي.

د دې هدف په هغو سیمو کې شاوخوا ۶،۴۷،۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول دي.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا ترهګره ډله بلل شوې ده.

د سیمې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) یو چارواکي، رېک پیپرکارن د اګست پر ۲۹مه ویلي چې په دغو سیمو کې به د سېپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د پولیو ضد واکسینو کېمپېن پيلوي.

د روغتیا نړیوال سازمان چارواکي وايي چې د ځایي وخت له مخې به سهار له شپږو بجو څخه د ماسپښین تر درو بجو پورې په جګړه کې وقفه وي.

دا له هغې وروسته ده چې د اګست پر ۲۳مه، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په یو ماشوم کې د پولیو ناروغي وموندله. دا په تېرو ۲۵ کالو کې په دې سیمه کې د پولیو لومړۍ پېښه ده.

په غزه کې د تېر ۲۰۲۳ زکال له اکتوبر راهیسې جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې حماس پر اسراییل ناڅاپي برید وکړ او په ځواب کې اسراییل په غزه کې پراخه پوځي عملیات ترسره کړل. په نښتو کې زرګونه فلسطینانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG