د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني ۲۸ پناه غوښتونکي افغانستان ته واپس ولېږل


جرمني ته کډوال شوي افغانانو څخه پولیس پوښتنې کوي ـ پخوانی انځور.
جرمني ته کډوال شوي افغانانو څخه پولیس پوښتنې کوي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په لومړي ځل له جرمني د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لړۍ پیل شوې چې په جرمونو کې ککړ بلل شوي دي.

د جرمني د سیمه‌ ییزو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د اګست پر ۳۰مه سهار، د جرمني له لایپزګ/هیل هوایي ډګر څخه افغانستان ته یوه الوتکه روانه شوې ده.

هغه الوتکه د قطر د هوایي شرکت ځانګړې الوتکه ده او ۲۸ هغه افغانان لیږدوي چې په جرمونو کې ککړ ول او د جرمني له بېلابېلو سیمو څخه هوایي میدان ته ورټول شوي ول. دغه الوتکه د ساکسني سیمې له لوی ښار لیپزیګ څخه د کابل پر لور روانه شوې ده.

د جرمني د چانسلر اولاف شولز په وینا، د مې میاشتې په پای کې، په مېنهېم کې تر برید وروسته، حکومت پرېکړه وکړه چې له افغانستان او شام ته به په خطرناکو جرمونو کې ککړ کسان ستانه کړي.

د روان ۲۰۲۴ز کال په جون کې یو افغان کډوال د جرمني د جنوب لوېديځ ښار مېنهېم یو پولیس سرتېرې په چاقو وهلی وو او هغه ېې وژلی وو. دې پېښې په جرمني کې د امنیت او جرمونو په اړه د بحثونو شدت زیات کړ او د افغان مجرمینو د بېرته استولو لړۍ یې پیل کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG