د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیلېنسکي: د اوکراين متحدين دې د هوايي دفاعي نظام ورکولو هوکړې عملي کړي


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي. (انځور: ارشیف)
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي. (انځور: ارشیف)

د اوکراين ولسمشر وولودویمیر زېلېنسکي د اګست پر۳۰ مه په خارکیف کې د روسیې تر هوايي برید وروسته ويلي دي چې اوکراین د خپلو ملګرو "قوي پریکړو" ته اړتیا لري چې "د روسيې د ترهګرۍ مخه ونیسي."

دا له هغه وروسته ده چې په خارکېف کې د استوګنې پر ودانۍ او د لوبو پر ميدان د روسيې په هوايي بريد کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د اوکراين ولسمشر زېلېنسکي په ټېلګرام يو پيغام کې وويل چې دا برید د روسیې ګاد رهبري شويو مزايلو په واسطه شوی دی. د ده په وینا، که د اوکراین دفاعي ځواک دا وړتیا لرلای چې د روسیې نظامي الوتکې په هغه ځای کې ویجاړې کړي چیرې چې شتون لري نو داسې به نه وای شوي.

د ولسمشر زېلېنسکي له دې پیغام سره په خپره شوې ویډیو کې په یوتمځاي کې موټرونه ښکاري او د یوې نژدې ودانۍ له مینځني او پورته پوړونو څخه اور او لوګي خيږي.

ولسمشر زېلېنسکي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اوکراين متحدين دې هغه هېواد ته د هوايي دفاعي نظام د ورکولو په برخه کې کړې موافقې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG