د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د لاسي بم برید ۲ کسان ژوبل کړي دي


پولیس وايي د لاسي بم برید په کوټه کې له چمن پاټک سره نېږدې شوی.
پولیس وايي د لاسي بم برید په کوټه کې له چمن پاټک سره نېږدې شوی.

چارواکي وایي د بلوچستان په مرکز کوټه کې د لاسي بم برید دوه کسان ژوبل کړي دي.

د کوټې پولیس چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د چمن له پاټک سره نېږدې د لاسي بم برید وکړ چې پکې دوه ولسي وګړي ژوبل شول.

پولیس وايي چې ژوبل کسان یې د درملنې لپاره د کوټې سېول روغتون ته لېږدولي او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG