د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې وسلوالو یو پولیس سرتېری وژلی دی


په سوات او نورو سيمو کې پر پوليس سرتېرو حملې زیاتې شوې دي. پخوانی انځور
په سوات او نورو سيمو کې پر پوليس سرتېرو حملې زیاتې شوې دي. پخوانی انځور

د خیبر پښونخوا په بنو کې چارواکي وايي چې د نامعلومه کسانو د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه يو پوليس سرتېری په ډزو وژلی دی.

د بنو پولیسو ویاند حنظ الله د سېپټېمبر پر دویمه مشال رېډیو ته وویل چې ناپیژندولو وسله والو د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ماښام د منډان تاڼې په حدودو کې پر پولیس سرتېري ډزې وکړې او هغه يې وواژه.

د ده په خبره، بريدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلي دي. تر اوسه پورې هېچا د حملې ذمه واري نه ده منلې.

په وروستیو کې په سوات، بنو، جاني خېلو، لکي مروت، شمالي وزیرستان او په ځینو نورو قبايلي سيمو کې وسلوال بريدونه زیات شوي دي چې پکې زیاتره وخت امنیتي سرتېري، د سیمې مشران او او مدني فعالان په نښه شوي دي.

په جاني خېلو کې د اګست پر ۲۱مه هم د جرګې یو مشر او د امن لاریونونو منتظم ډاکټر نور محمد وزیر په هدفي برید کې ووژل شو.

په سیمه کې د ناامنۍ خلاف څو وارې احتجاجونه هم شوي دي. بلخوا حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې توپیره کاروایانې دوام لري

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG