د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي روسیې د اوکراین پر پلازمینه بريدونه کړي


د روسيې د سېپټېمبر دويمې په برید کې ورانه شوې ودانۍ.
د روسيې د سېپټېمبر دويمې په برید کې ورانه شوې ودانۍ.

د اوکراین د پلازمینې ښاروال ویلي چې روسیې د سېپټېمبر پر دویمه سهار وختي پر کييف د ډرونونو، کروز او بالسټیک توغندیو بریدونه کړي چې پکې لږترلږه دوه کسان زخمیان شوي دي.

ښاروال زیاته کړې چې د دې بریدونو له امله اور هم لګېدلی چې کورونو او نورو ودانیو او سړکونو ته یې زیان رسولی دی.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو دا هم ویلي چې په برید کې د کییف د اوبو پلانټ یو بوایلر ( بخارۍ) ته هم لږ زیان رسېد لی دی. کلیچکو زیاته کړه چې په دې برید کې لږترلږه دوه کسان زخمیان شوي دي او د بیړنيو خدماتو کارکوونکي هغو سیمو ته استول شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر دفتر یو لوړ پوړې چارواکي اندری یرماک تر برید وروسته په خپل ټېلېګرام لیکلي چې د هر څه ځواب به ورکول کېږي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولې دي. له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د دواړو هېوادونو زرګونه سرتېري وژل شوي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG