د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونو: ايران دې د اعدام سزاوې سمدستي ودروي


په ايران کې هر کال سلګونه کسان په دار ځړول کېږي ـ انځور له ارشيفه
په ايران کې هر کال سلګونه کسان په دار ځړول کېږي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پر ایران غږ کړی چې د اعدام سزاوې "سمدستي" ودروي.

هغوی دا خبرداری د سېپټېمبر پر دويمه تر هغه وروسته ورکړ چې په اګست میاشت کې په ایران کې په دار د ځړول شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۹۳ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر په خبرپاڼه کې زياته کړې چې د دې ادارې د کارپوهانو له خوا د راټولو شویو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په دار د ځړول شويو کسانو شمېر په جولای کې ۴۵ تنه وو چې پکې ۴۱ يې له نشيې توکو سره په تړلو جرمونو کې نيول شوي ول.

په ایران کې د روان ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې د اعدام شویو کسانو شمېر له ۴۰۰ اوښتی دی او لږ تر لږه ۱۵ تنه یې ښځې دي. په دې ډله کې نېږدې ۳۰ افغانان هم شامل دي.

خو داسې اندېښنې دي چې د ایران رژیم خپل سیاسي مخالفان او ګڼ هغه کسان هم اعدام کړي چې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال نیول شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG