د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اسراییلي‌ وزیراعظم له حماس سره د اوربند لپاره فشار زیات شوی


وزیراع‍ظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته له ده زیات نور هېڅوک ژمن نه دي. (انځور: ارشیف)
وزیراع‍ظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته له ده زیات نور هېڅوک ژمن نه دي. (انځور: ارشیف)

د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وايي، دی لا هم د اوربند په خبرو کې پر خپله هغه غوښتنه ولاړ دی چې له مصر سره پر پوله د غزې پر هغو سیمو واک ولري چې د ده په وینا، حماس ډله ورباندې وسلې او نور وسایل غزې تړانګې ته داخلوي.

نوموړي دا څرګندونې د سېپټېمبر پر دویمه له هغه یوه ورځ وروسته کړې دي چې په سلګونه زره اسراییلیانو د دې لپاره احتجاج وکړ چې له حماس سره اوربند وشي او له هغوی سره یرغمل کسان خوشې شي.

دا د حماس او اسراییلو ترمینځ د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه د پیل شوې جګړې پر مهال په اسراییلو کې تر ټولو پراخ احتجاج بلل شوی دی. دا خلک له هغه وروسته راوتلي ول چې په غزه کې د شپږ نورو یرغمل شویو کسانو مړي وموندل شول.

احتجاج کوونکو غوښتنه کړې چې د اسراییل حکومت دې په سمدستي‌ توګه له حماس سره اوربند وکړي او له هغوي سره یرغمال پاتې نور کسان دې زر تر زره خوشي کړي.

د دې پراخ احتجاج له کبله پر وزیراعظم نتنیاهو فشار زیات شوی دی. په عین حال کې امریکایي ولسمشر جو بایډن هم ویلي چې د ۱۱ میاشتنۍ جګړې ختمولو لپاره باید زیات کار وشي.

خو نتنیاهو د سېپټېمبر پر دویمه دا هم ویلي چې د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته له ده زیات نور هېڅوک ژمن نه دي او باید پر دې مسله ورته څوک خبرې ونه کړي.

اسراییلو د حماس د اکتوبر اوومې برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

وزارت د اګست پر ۱۵مه په بيان کې ويلي چې د اسراییلو په بریدونو کې له ۹۲،۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او د هغې سيمې له ۸۵ سلنه زیات وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG