د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: د اوکراین پر مرکزي ښار د روسیې برید کې ۵۱ تنه وژل شوي دي


روغتیايي کارکوونکي د پوځي مخابراتو مرکز پر ودانۍد روسیې تر برید وروسته له امبولانس سره ولاړ دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.
روغتیايي کارکوونکي د پوځي مخابراتو مرکز پر ودانۍد روسیې تر برید وروسته له امبولانس سره ولاړ دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې پر هېواد یې د روسیې په یو برید کې لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي او ۲۱۹ ژوبل دي.

دا د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل راهیسې تر ټولو خونړی برید ګڼل کېږي.

زېلېنسکي او د اوکراین د دفاع وزارت ویلي چې د سېپټېمبر درېیمې پر سهار دوه توغندي په مرکزي ښار پولتاوا کې د پوځي مخابراتو انسټېټیوټ پر ودانۍ ولګېدل.

دوی وايي چې حکومت د هوايي برید خبرتیا ورکړې وه خو توغندي پر داسې مهال پر تاسیساتو ولګېدل چې خلکو خوندي ځایونو ته د تګ وخت نه درلود.

زېلېنسکي وايي چې په حمله کې د انسټېټیوټ یوه وداني په جزوي ډول ړنګه شوه او خلک یې لاندې کړل چې ډېری یې ژغورل شوي دي.

د پولتاوا والي فېلېپ پرونېن د اوکراین دولتي ټېلېوېژن ته وویل چې تر ۱۵ پورې کسان لا هم تر خاورو لاندې دي چې ژغورونکو یې لټون ته دوام ورکړی دی.

د لوی څارنوال دفتر د سېپټېمبر پر درېیمه ناوخته د ۵۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې پلټنې یې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG