د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتین: د پښتنو مشران به د اکتوبر ۱۱مې په غونډه کې د ستونزو د حل لپاره ګډه پرېکړه وکړي


منظور پشتین د بنو په میلاد پارک کې غونډې ته وینا کوي ـ د سېپتېمبر دریمې انځور.
منظور پشتین د بنو په میلاد پارک کې غونډې ته وینا کوي ـ د سېپتېمبر دریمې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتین وایي چې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د "پښتون قامي عدالت" په نامه په جرګه کې به د پښتنو د هرې طبقې، قبیلې، او سیمې مشران او استازي برخه اخلي.

نوموړي د سېپټېمبر پر درېیمه د بنو په میلاد پارک کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې به پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو د هواري په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د اګست پر ۳۰مه په خیبر کې د راجګل کډوالو پرلت ته ورغلی وو او اعلان یې کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۱مه به پښتون قامي عدالت په نامه جرګه په خیبر کې جوړوي.

منظور پښتین د جرګې اعلان د جولای پر ۱۲مه، د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې کړی وو، خو هغه مهال یې د غونډې ځای نه وو ښوولی.

نوموړي له هغه وخت راهیسې له بیلابیلو سیاسي، مذهبي، او ولسي مشرانو سره مشورې کړې دي او ټولو ته یې په هغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG