د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین چارواکو د کییف اوسېدونکو ته له پناه ځایونو څخه د نه وتلو امر کړی دی


یو مرستندویه کارکوونکی په لفیف کې د روسیې تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ناست دی - د سېپټېمبر څلورمې انځور
یو مرستندویه کارکوونکی په لفیف کې د روسیې تر برید وروسته له ړنګې ودانۍ سره ناست دی - د سېپټېمبر څلورمې انځور

د اوکراین د پلازمېني کییف چارواکو د ښار اوسېدونکو ته امر کړی چې د سېپټېمبر پر پینځمه دې له پناه ځایونو څخه نه وځي.

هغوی دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې د چارواکو په خبره، روسیې د سېپټېمبر پر څلورمه شپې مهال په کییف کې د بې پیلوټه الوتکو حملې پېل کړې.

د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو پر ټېلېګرام ليکلي، "د مرکز [کییف] په فضايي حدودو کې لا هم څو بې پیلوټه الوتکې شته نو تاسې له پناه ځایونو څخه مه وځئ."

په کییف کې د پوځي ادارې مشر سېرګې پوپکو د ښار اوسېدونکو ته ویلي چې خبرداری پر ځای دی"او هلته د هوايي دفاع کار روان دی. تر هغو چې د هوايي حملې د خبرداري زنګ نه وي بند شوی، [خلک دې] په خوندي ځایونو کې پاتې شي."

د اوکرین پوځ ویلي چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د چرنيهېف او سومي په ګډون څو نورې سیمې په نخښه کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG