د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرغزستان وايي، د افغان طالبانو نوم یې د ترهګرو له نوملړه اېستلی دی


طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په زور پر افغانستان واکمن شوي وو خو تر اوسه هیڅ هیواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په زور پر افغانستان واکمن شوي وو خو تر اوسه هیڅ هیواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر جین بېګ کولوبایف ویلي چې "په افغانستان کې د واکمنو" طالبانو نوم یې د ترهګرو له خپل فهرسته لېرې کړی دی.

د قرغزستان د بهرنیوچارو وزیر جین بېګ کولوبایف د سېپټمبر پر شپږمه وویل چې هیواد یې د "سیمه ییز ثبات او د روانو خبرو اترو د لا پراختیا لپاره" طالبان د ترهګرو له فهرست څخه ایستلي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بشکیک مننه وکړه چې دغه ډله یې د ترهګرو له لېسټ څخه ایستلې ده.

د قرغزستان د لوی څارنوال دفتر د دې اونۍ په پیل کې د ۲۰ ډلو لیسټ خپور کړ چې ترهګرې ډلې بلل شوي دي خو طالبان پکې شامل نه وو. تر دې وړاندې د ۲۰۲۴م کال د جون په پیل کې قزاقستان وویل چې طالبان یې د ترهګرو له لیسټه ایستلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ خو تر اوسه د ګاونډیو په ګډون د نړۍ یوه هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG