د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او برېتانیا استخباراتي ادارو مشران وایي په غزه کې د اوربند هڅې کوي


د اسراییلو پوځي ګاډي له غزې سره نېږدې په سرحدي سیمه کې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
د اسراییلو پوځي ګاډي له غزې سره نېږدې په سرحدي سیمه کې ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د امریکا او برېتانیا د استخباراتي ادارو مشرانو ویلي دي چې په ګډه هڅه کوي چې په غزه کې د سولې راوستو او د جګړې درولو (اوربند) لپاره کار وکړي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم برنز او د برېتانیا د اېم ای شپږ (MI6) مشر رېچرډ مور ویلي چې ادارو یې د زغم د رامینځته کولو او د ترینګلتیا د کمولو لپاره له خپلو استخباراتي چینلونو څخه کار اخیستی دی.

د دواړو استخباراتي ادارو مشرانو د سېپټېمبر پر اوومه د فایننشل ټایمز ورځپاڼې لپاره په یوه لیکنه کې ویلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمینځ اوربند د فلسطینيو ولسي وګړو مشکلات کمولی او یرغمل شوي کسان خوشې کولی شي.

په غزه کې تر هغې وروسته جګړه پیل شوه چې حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی چې پکې تراوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۴۰،۰۰۰ اوښتی دی.

ملګري ملتونه، امریکا، او نور نړیوال سازمانونه د اوربند او تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي، خو اسراییل وايي د حماس ګواښ تر ختمولو پورې عملیاتو ته دوام ورکوي. اخوا حماس غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو او د غزې د محاصرې ختمېدو غوښتنې یې ومنل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG