د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او نیو زیلينډ ترمينځ د ټېسټ سیالۍ پر دويمه ورځ هم لوبه ونه شوه


د هند د ګرېټر نويډا لوبغالي د لوندوالي له امله د افغانستان او نيو زيلينډ سيالي لا نه ده پيل شوې ـ د سېپټېمبر اتمې انځور
د هند د ګرېټر نويډا لوبغالي د لوندوالي له امله د افغانستان او نيو زيلينډ سيالي لا نه ده پيل شوې ـ د سېپټېمبر اتمې انځور

د افغانستان او نیوزیلينډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمينځ یوازېنۍ ټېسټ يا پينځه ورځنۍ سيالي پر دویمه ورځ هم له لوبې کولو پرته پای ته رسېدلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د ورښتونو او د لوبغالي د لوندوالي له امله د سيالۍ پر دویمه ورځ هم لوبغالی د لوبېدو جوګه نه‌ شو.

ټاکل شوې وه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ به دغه ټېسټ سيالي د هند د ګرېټر نويډا په لوبغالي کې د سېپټېمبر پر نهمه د پېښور پر وخت د سهار پر ۱۰ بجې او د کابل پر ۹:۳۰ پيل شي، خو د ورښتونو او لوند لوبغالي له امله هغه سيالي لا هم د ځنډ ښکار ده.

لوبڅارانو پرله پسې دوه ورځې په وار وار د لوبغالي ارزونه وکړه او وروسته يې پرېکړه وکړه چې هغه لوبغالی لا هم لوبې ته چمتو نه دی.

که چېرې لوبغالی لوبو ته اماده شو، نو د لوبې پر درېیمه ورځ به (د سېپټېمبر پر ۱۱مه) هغه سيالي د پېښور پر وخت سهار ۱۰ او د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پيل شي.

ټاکل شوې چې دغه ټېسټ لوبه به د سېپټېمبر تر ۱۳مې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG