د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعلیم وزارت وايي پاکستان کې څه باندې ۲۶ مېلیونه ماشومان له زده کړو محروم دي


په پېښور کې د ښوونځي یو ماشوم کتاب لولي - پخوانی انځور.
په پېښور کې د ښوونځي یو ماشوم کتاب لولي - پخوانی انځور.

د پاکستان د تعلیم وزارت ویلي دي چې په هغه هېواد کې له ۲۶.۲ مېلیونه (دوه کروړه ۶۲ لکه) څخه زیات ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

وزارت د سېپټېمبر پر نهمه قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي دي چې له هغو څخه یې څه باندې ۱۰ مېلیونه ماشومان له پینځو څخه تر نهو کلونو پورې عمر لري او شاوخوا پینځه مېلیونه ماشومان له متوسطو (مېډل) زده کړو محروم دي.

راپور زیاتوي چې څه باندې ۴.۵ مېلیونه ماشومان د ثانوي یا های سکول له تعلیمه محروم دي.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په هېواد کې تعلیمي بیړنی حالت یا اېمرجنسي اعلان کړه چې موخه یې له تعلیمه د بې برخې ماشومانو په ښوونځیو کې داخلول دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG