د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو د حکومت مخالفو وسله والو ډلو د ۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده


په کابل کې يو طالب پېره کوي - انځور له ارشیفه
په کابل کې يو طالب پېره کوي - انځور له ارشیفه

د افغانستان د ازادۍ جبهه نومي وسله واله ډله ادعا کوي چې په کابل کې یې دوه بریدونه کړي، ۵ طالبان یې وژلي او ۲ یې ټپيان کړي دي.

دې جبهې د سيپتمبر پر ۱۱مه، پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټويټر ليکلي چې دا حملې یې د سرای شمالي او بادام باغ د لارې په اوږدو کې تېره شپه ترسره کړي دي.

بلخوا د طالبانو یوه بلې مخالفې ډلې، ملي مقاومت هم په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د کابل په دیوان بیګي سیمه کې یې ۲ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپيان کړي دي.

طالبانو د دې ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG