د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د ۶ برېتانویو ډېپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې ده


په مسکو کې د برېتانیا پر سفارت بیرغ رپیږي ـ پخوانی انځور.
په مسکو کې د برېتانیا پر سفارت بیرغ رپیږي ـ پخوانی انځور.

د روسیې د امنیتي خدماتو وفاقي ادارې (اېف اېس بي) د برېتانیا پر شپږو ډېپلوماټانو د جاسوسۍ تور لګولی دی او د هغوی د باورلیکونو د بېرته اخیستو فیصله یې کړې ده.

د روسیې دولتي ټېلېوېژن د سېپټېمبر پر ۱۳مه د هغې استخباراتي او امنیتي ادارې د یو چارواکي له خولې وویل چې حکومت هغه ډېپلوماټان له هېواده باسي.

اېف اېس بي ادعا کړې چې د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، هغه کسان د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د هغه څانګې له خوا ورلېږدول شوي دي چې مهم هدف یې روسیې ته ستراتیژیکه ماتې ورکول دي.

اداره زیاتوي چې د معلوماتو له مخې یې هغه برېتانیوي استازي د استخباراتي معلوماتو په ټولولو او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل پاتې شوي دي.

برېتانیا لا د روسیې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښوولی.

مسکو دا اقدام تر هغې دوه ورځې وروسته کړی دی چې امریکا او برېتانیا له اوکراین سره د ۱.۵ اربه ډالرو اضافي مرستو ژمنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG