د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صحت نړیوالې ادارې په غزه کې د ګوزڼ ضد څاڅکو کمپاین بریالی بللی دی


په غزه کې ۲۵ کاله وروسته د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې خبر ورکړل شوی وو.
په غزه کې ۲۵ کاله وروسته د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې خبر ورکړل شوی وو.

د صحت نړیوالې ادارې په جګړه ځپلې غزه کې د ګوزڼ یا پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین لومړی پړاو بریالی بللی دی.

د صحت نړیوالې ادارې ویلي چې په دې مهم کې له پینځو لکو او شپیتو زرو نه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.

د یادې ادارې مشر ټیډروس اډانوم ګیبریوسس د سېپټمبر پر ۱۳مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې "دا په ټوله غزه تړانګه کې په سخت ورځني ژوند کې یوه ستره بریا ده."

د ده په وینا، دا له هغې وروسته ده چې په غزه کې د دې ناروغۍ د خپریدو وېره ښودل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې جګړې له کبله د غزې د نژدې دوه نیم میلیونه ابادۍ زیاتره برخه د خپلو کورونو پر پرېښودلو او په تنګو او سخاو ځایونو کې پر پناه اخیستلو مجبوره دي.

په غزه کې دا پولیو مهم د سېپټېمبر پر لومړۍ نیټه له هغه وروسته ترسره شو چې هلته ۲۵ کاله وروسته د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې خبر ورکړل شو. په دغه مهم کې نوي فیصده هغو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي‌ چې عمرونه یې له لسو کالو کم وو.

XS
SM
MD
LG