د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي پوځ: درې یرغمال شوي ښايي زموږ په هوايي برید کې وژل شوي وي


په تل ابیب کې خلک د هغو کسانو عکسونه ګوري چې د د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې یرغمل شوي یا وژل شوي دي. پخوانی انځور.
په تل ابیب کې خلک د هغو کسانو عکسونه ګوري چې د د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې یرغمل شوي یا وژل شوي دي. پخوانی انځور.

د اسراییل پوځ وايي، هغه درې یرغمال شوي کسان چې تېر کال یې په غزه کې مړي موندل شوي ول، ښايي د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي وي.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو (ای ډي پي) د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې په هغو وژل شوو کې دوه پوځیان او یوه فرانسوي ښځه شامل ول چې د موسیقۍ پروګرام پر مهال یرغمل نیول شوي ول.

راپور زیاتوي چې دغه درې کسان ممکن د تېر کال نومبر پر ۱۰مه، په هغه هوايي برید کې وژل شوي وي چې هدف یې د حماس وسلوالې ډلې یو قوماندان احمد غندور وو. امریکا او اروپايي اتحادیې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. داراز، د اسراییلو پوځ د اګست پر ۲۰مه وویل چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

وزارت د اګست پر ۱۵مه په بيان کې ويلي چې د اسراییلو په بریدونو کې له ۹۲،۰۰۰ زیات کسان ژوبل شوي او د هغې سيمې له ۸۵ سلنه زیات وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي

XS
SM
MD
LG