د لاسرسي ځای

تازه خبر

پزشکیان: زما له ولسمشر ټاکل کېدو راهیسې ایران روسیې ته وسلې نه دي ورکړې


د ابو مهدي په نامه د ایران میزایل ـ پخوانی انځور.
د ابو مهدي په نامه د ایران میزایل ـ پخوانی انځور.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ادعا کړې ده چې هېواد یې د جولای په پای کې د ده له واک ته رسېدو راهیسې روسیې ته هېڅ ډول وسلې نه دي ورکړې.

د ده په وینا، دوی د اټومي مسایلو په اړه له امریکا سره نېغ په نېغه د خبرو اترو پیل په دې شرط غوښتی چې امریکا د ایران په وړاندې سخت دریځ ونه لري.

۶۹ کلن مسعود پزشکیان دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۱۶مه په تهران کې د ولسمشر په توګه د خپل لومړي رسمي خبري کنفرانس پر مهال کړې دي.

نوموړي په سخته لهجه کې ویلي چې هېواد به یې د لویدیځ پر بندیزونو سربېره د توغندیو له خپل لانجمن پروګرامه لاس وانخلي.

مسعود پزشکیان له هغه وروسته د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۳۰مه د ایران ولسمشر شو چې تر ده وړاندې ولسمشر ابراهیم رییسي د الوتکې لوېدو په پېښه کې ووژل شو.

په تېرو کلونو کې ایران تورن شوی چې روسیې ته ځانګړې ډول وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي دي.

ایران او روسیه د پوځي او ستراتیژیکي همکارۍ اوږده تاریخ لري او دواړه هېوادونه په تېرو کلونو کې په مختلفو پوځي او اقتصادي برخو کې همکاري کړې ده. په اوکراین کې د جګړې د پیل وروسته امریکا او اروپايي ټولنې ایران تورن کړ چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې او نور پوځي سامانونه برابروي، چې د روسیې لخوا د اوکراین پر ضد کارول کېږي.

ایران په لومړي سر کې دا تورونه رد کړي ول، خو وروسته یې منلې وه چې روسیې ته یې ځینې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي، خو دا یې هم ویلي ول چې دا الوتکې د اوکراین د جګړې له پیل نه مخکې ورکړل شوې وې. روسیه بیا دا ادعاوې ردوي او وايي چې د دوی ټول پوځي عملیات په بشپړه په داخلي منابعو او تولیداتو اډانه دي.

XS
SM
MD
LG