د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان پر وضعیت بحث کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سېپټېمبر پر ۱۸مه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایېوا به د امریکا په نیو یارک کې د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

یوناما د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د امنیت شورا په‌ هغه غونډه کې به پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو پر زیاتېدو هم بحث وشي.

هغه غونډه پر داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت په اګست کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر نوی قانون نافذ کړ چې د امنیت شورا یې د سېپټېمبر پر شپږمه د لغوه کولو غوښتنه وکړه. تر دې مخکې یوناما ویلي ول چې هغه قانون په افغانستان کې "د وېرې فضا" زېږولې ده.

بېلابېلو نړیوالو سازمانو طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهيسې په وار وار د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو په سرغړونو تورن کړي دي خو د هغوی حکومت وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي دي.

XS
SM
MD
LG