د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوشال کاکړ وايي که د چمن پرلتوالو غوښتنې و نه منل شي نو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي ناسته پیلوي


خوشال کاکړ په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
خوشال کاکړ په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر وايي که د چمن د پرلتوالو غوښتنې و نه منل شوې نو د صوبايې اسمبلۍ مخې ته پرلت وهي.

خوشال خان کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه چمن ته ورغلی وو او هلته یې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې که د هغوی غوښتنې نه منل کېږي نو ګوند او پلویان یې په ټول بلوچستان لویې لارې هم تړي.

نوموړي زياته کړه چې د چمن د خلکو ستونزه "د ټولو پښتنو مسله" ده.

د چمن پرلتوال غوښتنه کوي چې حکومت دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم کړي. هغوی د اګست پر ۱۳مه تر هغې وروسته په دویم ځل پرلت وواهه چې په وینا یې حکومت ورسره په جولای کې له کړو ژمنو په شا شو.

په چمن کې سوداګرو، پنډیانو (چې لغړیان هم بلل کېږي) او ځايي خلکو د جولای پر ۲۱مه خپل لومړی نهه میاشتنی پرلت هغه مهال ختم کړ چې په وینا یې د بلوچستان حکومت ورته ډاډ ورکړ چې غوښتنه یې منل شوې ده او خلک د پخوا په شان کولی شي، په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې پر چمن پوله تګ راتګ وکړي.

هغه پرلت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې هغه مهال پیل شوی وو چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن د سفر لپاره د قانوني اسنادو لرل لازمي کوي.

د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو لا تر اوسه په چمن کې د نوي پرلت په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو مخکې یې ویلي ول چې خپلې ژمنې یې پوره کړې دي.

XS
SM
MD
LG