د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیلانو د احتجاج په توګه له عدالتونو پرېکون اعلان کړی


یوشمېر وکیلان د پېښور های کورټ ودانۍ مخې ته ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه
یوشمېر وکیلان د پېښور های کورټ ودانۍ مخې ته ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

په خیبر پښتونخوا کې سرکاري وکیلانو د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې د احتجاج په توګه له عدالتونو پرېکون اعلان کړی دی.

څارنوالانو د سېپټېمبر پر ۱۸مه په پېښور کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې هغوی له ۲۰۱۵ز کال راهيسې د خيبر پښتونخوا له حکومته په تنخاګانو کې د زياتوالي، د هغوی لپاره د ځانګړې ودانۍ جوړولو او د ښځو وکیلانو لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي خو صوبايي حکومت تر اوسه "هېڅ اقدام نه دی کړی."

د سرکاري وکیلانو د اتحادیې مشر سنګین شاه مشال راډیو ته وویل چې په عدالتي نظام کې کاروايۍ او د قضيو پرمخ وړل یو مهم رول لري خو د هغه په وينا، حکومت د سرکاري وکیلانو ستونزو ته پام نه کوي، چې ورسره دوی له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به یو څارنوال هم په عدالتي کاروایۍ کې برخه نه اخلي.

د خيبر پښتونخوا حکومت لا د سرکاري وکیلانو د احتجاج او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG