د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هسپانیې وزیراعظم په منځني ختیځ کې د شخړې د کمولو غوښتنه کړې


د هسپانیې وزیراعظم پېدرو سانچېز د اروپايي اتحاديې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه
د هسپانیې وزیراعظم پېدرو سانچېز د اروپايي اتحاديې يوې غونډې ته وينا کوي ـ انځور له ارشيفه

د هسپانیې وزیراعظم پېدرو سانچېز په داسې حال کې په منځني ختیځ کې د شخړې د کمولو غوښتنه کړې ده چې لبنان وايي چې د مخابراتي وسیلو په چاودنو کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۸مه په مدرید کې د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره ګډې خبري غونډې ته وویل چې اوسمهال "یو ځل بیا" په لبنان کې "په خطرناک ډول د ترینګلتیا زیاتېدو وېره پیدا شوې ده."

سانچېز وویل، همدا لامل دی چې اړینه بولي چې "یو ځل بیا د سولې په نوم، د زغم، د شخړې د کمولو او د هېوادونو ترمینځ د ګډ سوله ییز ژوند" غوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییلو لا هم پر پېجرو او نورو مخابراتي الو د هغو بېسارو حملو په اړه تبصره نه ده کړې چې پکې د حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، جنګیالي په نخښه شوي ول.

لبنان د سېپټېمبر ۱۷مې او ۱۸مې د چاودنو پړه پر اسراییلو اچولې ده او وايي چې پکې زرګونه کسان ژوبل هم شول.

XS
SM
MD
LG