د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او جنوبي افریقا نن په وروستۍ ۵۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي


د جنوبي افریقا بیټر د افغان توپویشتونکي په بال تر سوځېدو وروسته وېکټو ته ګوري - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.
د جنوبي افریقا بیټر د افغان توپویشتونکي په بال تر سوځېدو وروسته وېکټو ته ګوري - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور.

د افغانستان او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ هغې کې یو بل ته مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې د سېپټېمبر ۲۲مې سیالي د کابل پر وخت د مازیګر پر څلور نیمو او د پېښور پر پینځو بجو پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وار له مخه کوربه افغانستان ګټلې ده ځکه چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې په دویمه ۵۰ اووره سیالۍ کې مېلمنې لوبډلې ته په ۱۷۷ منډو ماتې ورکړه. افغانستان داراز د سېپټېمبر پر ۱۸مه هم په لومړۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له جنوبي افریقا سره دوه اړخیزې لوبې کوي او په هم دې لړ کې یې په لومړي ځل ورته په ۵۰ اووره سیالۍ کې ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دا وخت له هند پرته نور د نړۍ ټولو لویو لوبډلو ته د کرکټ په سیالیو کې ماتې ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG