د اوکراین ولسمشر وولودیمېر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۲۲مه امریکا ته رسمي سفر پيلوي چې موخه یې د اوکراین لپاره د نړیوال ملاتړ زیاتول دي.
هغه به د دې سفر پر مهال لومړی په پېنسلوېنيا کې هغه کارخانه وګوري چې د روسیې د قابضو پوځيانو پر وړاندې په جګړه کې اوکراين لپاره وسلې جوړوي.
زېلېنسکي د روسیې پر وړاندې د اوکراين جګړې لپاره د نړيوال ملاتړ زیاتېدل غواړي. اسوشيېټېډ پریس اژانس ته دوو امريکايي چارواکو ويلي چې زېلېنسکي به د سېپټېمبر پر ۲۴مه په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وينا وکړي.
همداراز به هغه د سېپتېمبر پر ۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې د امريکايي ولسمشر جو بايډن او مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس سره جلا جلا ملاقاتونه وکړي.