د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د خپلو بې پیلوټه الوتکو وروستۍ بڼې د پوځي پرېډ پر مهال وړاندې کړې دي


ایراني چارواکي وایي په ډرون ټېکنالوژۍ کې یې ډېر پرمختګ کړی دی ـ انځور له ارشیفه.
ایراني چارواکي وایي په ډرون ټېکنالوژۍ کې یې ډېر پرمختګ کړی دی ـ انځور له ارشیفه.

ايران د سېپټېمبر پر ۲۱مه د خپلو کاميکاز بې پيلوټه الوتکو وروستۍ بڼې په تهران کې په يو پوځي پرېډ کې وړاندې کړې دي.

د ایران دولتي خبري اژانس (ای ار ای بي) په یو راپور کې ویلي دي چې شاهد ۱۳۶-بي ډرون الوتکې تر ۴،۰۰۰ کېلومیټرو پورې پرواز کولای شي.

تهران ادعا کوي چې په وروستیو کلونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو کې ډېر پرمختګ کړی دی.

د جرمني خبري اژانس لیکلي چې باور کېږي چې هغه الوتکې پر اوکراین د روسیې په یرغل کې مهم کردار ادا کوي. خو ایران مسکو ته د وسلو ورکولو تور ردوي.

غربي هېوادونه تور پورې کوي چې ایران په تېرو کلونو کې روسیې ته ځانګړې ډول وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي دي.

ایران او روسیه د پوځي او ستراتیژیکي همکارۍ اوږد تاریخ لري او دواړو هېوادونه په تېرو کلونو کې په مختلفو پوځي او اقتصادي برخو کې همکاري کړې ده. امریکا او اروپايي ټولنې په ۲۰۲۲ز کال کې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې ایران تورن کړی چې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې او نور پوځي سامانونه ورکوي چې مسکو یې د اوکراین په جګړه کې کاروي.

ایران په لومړي سر کې دا تورونه رد کړي ول خو وروسته یې منلې وه چې روسیې ته یې ځینې بې پیلوټه الوتکې ورکړي دي، البته دا یې هم ویلي ول چې هغه یې د اوکراین تر جګړې مخکې ورکړې وې. روسیه بیا دا ادعاوې ردوي او وايي چې ټول پوځي عملیات یې په بشپړه توګه پر داخلي منابعو او تولیداتو اډانه دي.

XS
SM
MD
LG