د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: د سکرو په کان کې د ګیس چاودنې ۵۱ مزدوران وژلي دي


بیړني کارکوونکي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په کان کې د بندو پاتې مزدورانو د ژغورلو هڅه کوي.
بیړني کارکوونکي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په کان کې د بندو پاتې مزدورانو د ژغورلو هڅه کوي.

د ایران په جنوبي خراسان ولایت کې د سکرو په کان کې د ګیس چاودنې په پېښه کې ۵۱ مزدوران وژل شوي دي.

دولتي خبري اژانس د سېپټېمبر پر ۲۲مه وویل چې پېښه د سېپټېمبر پر ۲۱مه شپې مهال، له پلازمېنې تهرانه شاوخوا ۵۴۰ کېلومیټره لیرې جنوب ختیځ لوري ته په پروت طبس ښار کې شوې ده چې پکې ۲۰ تنه ژوبل هم دي.

د ایران دولتي ټېلېوېژن وايي د پېښې پر وخت په کان کې شاوخوا ۷۰ مزدورانو کار کاوه.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، چې په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته د وینا لپاره د سفر تیاری کوي، ویلي دي چې د پېښې د پلټنو امر یې کړی دی.

په ایران کې وخت په وخت د سکرو په کانونو کې بېلابېلې پېښې کېږي چې پکې مزدورانو ته مرګژوبله اوړي. په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي دامغان ښار کې د سکرو په کان کې چاودنې شپږ مزدوران وژلي ول.

په ۲۰۱۷ز کال کې د ازاد شهر ښار په کان کې چاودنې ۴۳ مزدوران وژلي ول چې د چارواکو پرضد یې د خلکو غصه پارولې وه.

په هغه هېواد کې د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو د حفاظت د معیاري انتظاماتو او د پېښو پر مهال پر وخت د بیړنیو خدماتو نه شتوالی د مرګونو پېښو لامل بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG