په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر ملګرو ملتونو له دې امله نیوکه کړې ده چې هغې سازمان د جنرل اسمبلۍ غونډې ته د دوی استازی نه دی وربللی.
په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د سېپټېمبر پر ۲۲مه، مشال راډیو ته وویل چې باید د دوی د حکومت استازو ته د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د ګډون او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه نړۍ ته د خپل دریځ وړاندې کولو موقع ورکړل شوې وای.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه وکړه، خو د بشري او ښځو حقونو افغان فعالان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه حالت ته په کتو باید نړیواله ټولنه له ناستو وراخوا عملي ګامونه هم پورته کړي.
ټاکل شوې ده چې د جنرل اسمبلۍ په ۷۹ مه غونډه کې چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې یعنې سبا پورې به دوام وکړي، د ګډون کوونکو هېوادونو استازي نن د افغانستان ترڅنګ د فلسطین او اوکراین اړوند مسایلو په اړه هم خپل نظرونه وړاندې کړي.