د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني ځواکونه وایي د روسیې ۷۱ ډرون حملې یې شنډې کړې دي


د اوکراین او روسیې جګړه کې ډرون ټکنالوژي مهم رول لوبوي
د اوکراین او روسیې جګړه کې ډرون ټکنالوژي مهم رول لوبوي

د اوکراین هوایي ځواک د سېپټېمبر پر۲۲مه خبر ورکړ چې دفاعي نظام یې د روسیې د وړمې شپې له ۸۰ څخه ۷۱ ډرون حملې په شا کړې دي.

د خبر له مخې، شپږ نور روسي ډرونونه د الکترونیکي جنګي وسایلو په مټ ناکاره شوي دي. د اوکراین هوایي ځواک د روسیې له لوري له اشغال شوې لوهانڅک سیمې څخه د توغندیو ورولو خبره هم کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې له هغو سره څه وشول.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې وړمه شپه یې ۱۵ اوکرایني ډرونونه تباه کړي دي.

هلته د اوکراین د دویم لوی ښار خارکییف ښاروال ایهور تریخوف د سېپټېمبر پر ۲۱مه ناوخته وویل چې د استوګنې پر یوې لوړې ودانۍ په یوه بمي برید کې لږ تر لږه ۱۲ اوکراینیان ژوبل شوي دي.

د اوکراین او روسیې جګړه کې ډرون ټکنالوژي مهم رول لوبوي. دواړه هېوادونه ډرونونه د څار، استخباراتو، او بریدونو لپاره کاروي. روسیه ځانمرګي ډرونونه کاروي، او اوکراین یې د الکترونیکي جنګي وسایلو په مټ شنډوي.

ډرونونه د ټیټ لګښت او لوړ موثریت له امله ډېر کارول کېږي. دواړه خواوې هڅه کوي خپل ډرون تولیدات پراخ کړي ترڅو په جګړه کې ستراتیژیک برلاسی ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG