د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو د لبنان پر جنوبي برخو لسګونه هوایي بریدونه کړي دي


د لیبان په جنوب کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.
د لیبان په جنوب کې د اسراییلو تر بمبارۍ وروسته لوګي پورته کېږي.

د اسراییل پوځ او حکومتي رسنۍ وايي چې د دې هېواد ځواکونو نن(سېپټېمبر ۲۳مه) سهار وختي د لبنان په جنوبي برخو کې لسګونه هوايي بریدونه کړي دي.


اسوشيېټېډ پرېس لیکلي چې د لبنان د دې جنوبي سیمو خلکو پر ټولنیزو رسنیو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې سیمې يې په نښه شوې دي.
د اسراییل حکومتي رسنۍ، نېشنل نیوز اژانس هم خبر ورکړی دی چې په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه شوي دي.
د اسراییلي پوځ د عربۍ ژبې ویاند ویلي چې دوی د لبنان له حزب الله ډلې سره تړلي هدفونه په نښه کوي. د ده په وینا، په دې اړه به نور معلومات وروسته په ډاګه کړل شي.

په لبنان کې د اسراییلو هوايي بریدونه له څو لسیزو راهیسې ترسره کېږي، خو په وروستیو کې په هغو بریدونو کې وروسته له هغې زیاتوالی راغلی دی چې د سږ کال په جولای کې د اسراییلو د کنټرول لاندې ګولان په سیمه کې راکټي برید ۱۱ سیمه ایز لوبغاړي ووژل. اسراییلو د هغه برید ذمه واري پر حزب الله اچولې ده.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او شیعه ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي، او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.

XS
SM
MD
LG