تاجکستان وايي، د سږ کال (۲۰۲۴ز) له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې یې افغانستان او ازبکستان ته د څه باندې ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت برېښنا صادره کړې ده.
د تاجکستاني رسنیود راپور له مخې، د تاجکستان دا اندازه د تېر ۲۰۲۳ز کال د ورته مودې پرتله ۳.۳ یا نېږدې درې میلیونه ډالره کمه ده. د دې مودې په لړ کې، د تاجکستان د برېښنا جوړونه شاوخوا ۱۵.۴ اربه کیلوواټه ساعتونو ته رسېدلې، چې له دې څخه شاوخوا یو ارب کیلوواټ ساعته، یعني شپږنیم فیصده صادره شوې ده.
د برېښنا ۸۰ فیصده صادرات افغانستان او پاتې ۲۰ فیصده یې ازبکستان ته شوي دي. تاجکستان د ۲۰۲۴ز کال لپاره له دغو دواړو هېوادونو سره د برېښنا (بجلۍ) د صادرولو (برامدولو) په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
تاجکستان خپل لوېدیځ ګاونډي ازبکستان ته یوازې په اوړي کې برېښنا صادروي خو افغانستان ته ډېره برېښنا په مني او ژمي کې لېږدوي.
افغانستان تر۷۰ سلنه ډېره استعمالېدونکې برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.