د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو ویلي دي چې په لبنان کې یې د حزب الله ډلې قومندان ابراهیم قبیسي وژلی دی


ژغورونکي د لبنان په جنوب کې د اسراییلو په برید کې د ړنګې ودانۍ جاج اخلي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.
ژغورونکي د لبنان په جنوب کې د اسراییلو په برید کې د ړنګې ودانۍ جاج اخلي - د سېپټېمبر ۲۴مې انځور.

اسراییلو ویلي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه یې په لبنان کې د حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، یو لوړپوړی قومندان ابراهیم قبیسي وژلی دی.

د اسراییلو پوځ ویلي چې قبیسي د ۲۰۰۰ز کال هغه برید پلان کړی وو چې پکې درې اسراییلي پوځیان تښتول شوي او بیا وژل شوي ول.

په ورته وخت کې حزب الله ډلې د قبیسي وژنه تایید کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په لبنان کې د اسراییلو د پوځ د دوه ورځنۍ بمبارۍ پر مهال له ۵۶۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه خلک له سیمې کډه شوي دي.

اسراییلو تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۱مه هم د حزب الله ډلې د یو بل قوماندان ابراهیم عقیل د وژلو ادعا کړې وه.

په داسې حال کې چې اسراییل او لبنان د پراخې جګړې په درشل کې دي، حزب الله د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر اسراییلو لسګونه توغندي وویشتل او د بارودي موادو کارخانه یې په نخښه کړه. اسراییلو ویلي چې الوتکو یې په جنوبي لبنان او په بکا وړوکي ښار کې د حزب الله ډلې د وسلو پر زېرمتونونو او د راکټونو پر دستګاهو "پراخ بریدونه" کړي دي.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او اهل تشیع ډله حزب الله هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.

XS
SM
MD
LG