د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي: د پوځ په ډرون برید کې ۱ ولسي وګړی وژل شوی او ۳ ژوبل دي


د سیمې اوسېدونکي وايي برید په سره روغه کې شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي برید په سره روغه کې شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې په سره روغه سیمه کې د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل شوی او درې ژوبل دي.

د وژل شوي کس زوی میرزلي د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې پلار یې د سېپټېمبر پر ۲۴مه له خپلوانو سره روان وو چې د برید ښکار شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو ځايي فعال شېرزاده مسید ویلي دي چې د سیمې اوسېدونکو د وژل شوي کس مړی د پوځ دفتر مخې ته ایښی دی او په احتجاج کې د انصاف غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ او د بر جنوبي وزیرستان انتظامیې لا د سره روغې د اوسېدونکو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د استخباراتي ادارې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په سیمه کې "وسلوال" لیدل شوي ول چې ورباندې پوځ ډرون برید وکړ.

دی زیاتوي چې په پېښه کې د ډرون یوه مرمۍ له یو جومات سره نېږدې لګېدلې چې پکې یو کس ووژل شو.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG