د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: زېلېنسکي له امریکا مېلیاردونه ډالر اخلي خو د روسیې یرغل ختمولو لپاره له موافقې انکار کوي


ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۵مه د شمالي کیرولاینا په مېنټ هېل کې د انتخاباتي کیمپېن غونډې ته وینا کوي.
ډانلډ ټرمپ د سېپټېمبر پر ۲۵مه د شمالي کیرولاینا په مېنټ هېل کې د انتخاباتي کیمپېن غونډې ته وینا کوي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو یا رېپبلېکن ګوند نوماند ډانلډ ټرمپ تور پورې کړی دی چې اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له واشنګټنه په اربونو یا مېلیاردونو ډالر اخلي خو په عین وخت کې د روسیې د بشپړ یرغل د ختمولو لپاره "له تړونه انکار" کوي.

ټرمپ چې کییف ته د امریکا پر مرستو سختې نیوکې کوي، د سېپټېمبر پر ۲۵مه وویل چې اوکراین باید د ۲۰۲۲ز کال تر فبرورۍ څو میاشتې مخکې، چې لا ورباندې روسیې حمله نه وه کړې، ولسمشر ولادیمیر پوتین ته امتیازات ورکړي وای. "د هغه وخت هر ډول تړون، [ښايي] خراب تړون به تر هغه ډېر غوره وای چې اوس یې موږ وینو."

ټرمپ په بیا بیا ادعا کړې ده چې که هغه د ولسمشر په توګه تر سپینې ماڼۍ ته ورسېد نو ډېر ژر به د اوکراین جګړه ختمه کړي. البته نوموړي دا نه ده روښانه کړې چې دا کار به څنګه کوي.

داسې ښکاري چې ټرمپ دا خبرې د اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي هغو څرګندونو ته غبرګون دی چې نیو یارکر مجلې ته یې په مرکه کې ویلي ول چې که ټرمپ "دا فکر کوي هم چې پوهېږي،" خو هغه "اصلاً نه پوهېږي چې جګړه څنګه ختمه کړي."

XS
SM
MD
LG