د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او متحدانو يې د اسراييلو او لبنان ترمینځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده


د سېپټېمبر پر ۲۵مه د لبنان په جنوب کې تر اسراييلي بريد وروسته لوګي پورته کېږي.
د سېپټېمبر پر ۲۵مه د لبنان په جنوب کې تر اسراييلي بريد وروسته لوګي پورته کېږي.

امریکا، فرانسې او يوشمېر نورو متحدينو يې په يو بیان کې د اسراييلو او لبنان پر سرحد د ۲۱ ورځو لپاره د "سمدستي اوربند" غږ کړی او په عين حال کې يې په غزه کې د ډزبندۍ ملاتړ هم کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په کلنۍ غونډه کې پر دې موضوع تود بحث وشو.

د بايډن انتظاميې يوه مهم چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، ويلي چې هغه اوربند به د لبنان او اسرايیلو ترمینځ پر "شنه کرښه"، چې د لبنان او اسراييل ترمينځ سرحدي پوله ده، عملي کېږي.

چارواکي زیاته کړه چې اوربند به دواړو غاړو ته فرصت برابر کړي چې د احتمالي ډېپلوماسۍ یا سفارتکارۍ له لارې شخړه حل کړي.

هغه بیان اسټرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او اروپايي ټولنې لاسلیک کړی دی.

ایا د اسراییلو او حزب الله ترمینځ درېیمه جګړه پیلېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:59 0:00

اسرايیلو د سېپټېمبر پر ۲۵مه پر لبنان هوايي بریدونه پراخ کړل. رويټرز خبري اژانس د لبنان د روغتیا وزارت شمېرې ټولې کړې دي او راپور ورکوي چې پر هغه ورځ د اسراييلو په بريدونو کې لږترلږه ۷۲ کسان وژل شوي دي. وزارت تر دې وړاندې ويلي ول چې په بمباریو کې لږترلږه ۲۲۳ کسان ژوبل شوي هم ول.

دا په ۲۰۰۶ز کال کې د اسراييلو او حزب الله ترمینځ تر شوې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې شخړه دومره پراخه شوې ده.

لبنان د اسراییلو په شمال کې پروت دی او ايران پلوه شیعه ډله حزب الله، چې امریکا یې ترهګره ډله بولي، هلته فعاله ده. حزب الله په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت لپاره جوړه شوه او په سیاسي، نظامي او ټولنیزو برخو کې فعاله ده. هغه ډله په لبنان کې د یو سیاسي ګوند په توګه هم کار کوي او په پارلېمان کې استازي هم لري.

XS
SM
MD
LG