د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو وزیراعظم وايي له لبنان سره د اوربند پر وړاندیزونو خبرې جاري ساتي


پر لبنان د اسراییلو تر حملې وروسته په سیمه کې اور بل دی او ورڅخه لوګي خېژي - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.
پر لبنان د اسراییلو تر حملې وروسته په سیمه کې اور بل دی او ورڅخه لوګي خېژي - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.

د اسراییلو وزیراعظم ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې له لبنان سره د اوربند پر وړاندیزونو خبرو ته دوام ورکوي.

بنیامین نتنیاهو دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۲۷مه پر داسې مهال کړې ده چې امریکا خبرداری ورکړی دی چې که تاوتریخوالی لا پسې زیات شي نو دا به د پولې دواړو خواوو ته د مېشتو ولسونو لپاره کورونو ته ستنېدل ګران کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې سره د اوربند په اړه د نړیوالو غوښتنې رد کړې وې.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې امریکا یې ترهګره بولي. اروپايي ټولنې یوازې د هغه ګوند، چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري، پر نظامي څانګې بندیز لګولی دی.

امریکا، فرانسې او يوشمېر نورو متحدانو یې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د اسراييلو او لبنان پر سرحد د ۲۱ ورځو لپاره د "سمدستي اوربند" غږ وکړ او په عين حال کې يې په غزه کې هم د ډزبندۍ ملاتړ وکړ.

په همدې حال کې د لبنان د یو سرحدي وړوکي ښار شبعا ښاروال محمد صعب رویټرز اژانس ته ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د اسراییلي پوځ په برید کې د څلورو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه تنه وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت وايي چې له دوشنبې (ګل) راهیسې په اسراییلیو بریدونو کې تر ۶۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

حزب الله ډلې هم ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۲۷مه یې پر اسراییلو ځوابي حملې کړې دي.

دا په ۲۰۰۶ز کال کې د اسراييلو او حزب الله ترمینځ تر شوې جګړې وروسته لومړی ځل دی چې شخړه دومره پراخه شوې ده.

XS
SM
MD
LG