د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي راتلونکی کال به په عراق کې د داعش ضد پوځي ماموریت پای ته ورسېږي


دا وخت شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي عسکر په عراق کې موجود دي. (انځور:ارشیف)
دا وخت شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي عسکر په عراق کې موجود دي. (انځور:ارشیف)

امریکا وايي د عراق له حکومت سره یې د دې لپاره تړون کړی چې په عراق کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ ایتلافي پوځي ماموریت به د راتلونکي کال تر پایه سر ته ورسېږي.

د سېپټمبر پر ۲۷مه اعلان شوي دې تړون له مخې به امریکايي سرتيري ځینې هغه اډې پریږدي چې دوی د د وو لسیزو په اوږدو کې قبضه کړې وې.

خو امریکايي انتظاميي په دې اړه د نور تفصیل له ورکولو ډډه کړې ده چې په عراق کې د شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو له ډلې څخه څومره به اوس هم هلته پاتې شي او یا به دا تړون له دې هیواده د بشپړ وتلو پیل وي.

XS
SM
MD
LG